په ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد نن يکشنبه د مرغومی په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې قوماندانۍ د اور وژنې ټيمونو د دې ولايت په ټېلېفوني مارکېټ کې د اور لګېدو مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه: د جلال اباد ښار په چوک تلاشي کې د ځمکې لاندې په ټيلېفون مارکېټ کې تېره شپه نهه بجې اور ولګېد او پر وخت هلو ځلو يې د نور زيان مخه ونيول شو.
د حماد په وينا، د اورلګېدنې اصلي لامل او د زيان وروستي ارقام به له څېړنو وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
دکانداران هم د امنيه قوماندان هڅې وستايلې او ويې ويل، چې امنيتي ځواکونو د اور د کنټرول تر څنګ د غلاوو مخه هم نيولې ده.
د پیغام پای/
Your Comment